د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي نن مازدیګر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د دغه هېواد له سفیر جان بس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې په برخه کې د راتلونکو عملي ګامونو او د مخته وړلو لپاره يې په لازمو چمتووالو خبرې وشوې.
