د سولې په چارو کې د دولت وزیر او بریتانیا د سفیرې لیدنه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۲:۱۸
Britain

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د بریتانیا له سفیرې الیسون بلېک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 
په دغه لیدنه کې مېرمن بلېک د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر ته وویل: نړیواله ټولنه تاسو او د سولې هڅو ته سترګې په لاره ده. 
نوموړې د دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې مهمې وبللې او د افغانستان د سولې له هڅو یې خپل ملاتړ څرګند کړ. 
عبدالسلام رحیمي د افغانستان د سولې له هڅو د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه بریتانیا ملاتړ مهم وباله او د دوام غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه