د سولې په چارو کې د دولت وزير د چين له سفير سره وکتل

a.zia
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۱۴:۵۹
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د چین جمهوريت له سفیر وانګ یو سره وکتل.
په دغه کتنه کې، په دوحې کې د سولې خبرو په راتلونکي، د سولې په پروسې او  په هېواد کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په برخه کې د سيمه ائيزې او نړيوالې اجماع د رامنځته کولو پر څرنګوالي او په افغانستان کې د یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو  په اړه بحث او خبر اترې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزير اوربند او په هیواد کې د روان تاوتریخوالي پای د سولې هوکړې ته رسیدو لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې په دې برخه د نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هیوادونو او په خاص ډول د چین هېواد همکاري ځانګړی مؤثريت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه