د سولې په چارو کې د دولت وزير د پوهنې له وزيرې سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزير او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړي ښاغلي سيد سعادت منصور نادري، د پوهنې له وزيرې آغلې رنگينې حميدي سره په کتنه کې د سولې د زده کړو او د سولې پيغامرسونې په برخو کې د دواړو وزارتونو تر منځ د متقابلو همکاريو په تړاو بحث او خبرې اترې وکړې.
ښاغلي نادري د تاوتريخوالي د عواملو د کمولو لپاره د سولې د زده کړو په برخه کې د پوهنې وزارت له ظرفيتونو او امکاناتو استفاده ارزښتناکه وبلله. آغلې حميدي هم د سولې د زده کړې او عامه پوهاوي په برخه کې د پوهنې وزارت د همکارۍ او د چمتووالي ډاډ ورکړ.
