د سولې په چارو کې د دولت وزير د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژې له وزيرې سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیرې معصومه خاوري سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د سولې پیغام رسولو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر رول او په هیواد کې د تلپاتې او باعزته سولې ترلاسه کولو لپاره د دې وزارت له امکاناتو، ظرفيتونو او تخصص څخه د ګټې اخستنې پر څرنګوالي بحث او خبرې وشوې.
