د سولې په چارو کې د دولت وزير د محمد يونس قانوني سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي غړي له یو مشهور سیاسي شخصيت محمد یونس قانوني سره وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان سولې پروسې، وروستیو پرمختګونو او په دوحه کې د افغان سولې مذاکراتو ګړندیتوب باندې بحث او خبرې وشوې.
