د سولې په چارو کې د دولت وزير د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۹:۳۷
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزير او د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکراتي پلاوي غړي سيد سعادت منصور نادري او د سولې په چارو کې دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره وکتل.
 په دغه کتنه کې د سبا لپاره د افغانانو بنسټ غړو د خپلو کارونو او پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې پيغام پياوړتيا او د افغاستان د  سولې روانې پروسې په اړه يې د عامه پوهاوي د لوړلو لپاره ځانګړي وړانديزونه وړاندې کړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزير په بیلابیلو برخو کې د دې بنسټ فعالیتونو، په ځانګړي توګه د داخلي بې ځایه شویو خلکو سره وستايل او د سولې په چارو کې د دولت وزارت يې ددې بنسټ د برنامو ملاتړ کوونکی ياد کړ.
ښاغلي نادري څرګنده کړه، چې دا وزارت د ملت او دولت تر منځ د اړیکو د يو پل په توګه له ټولو هغه برنامو ملاتړ کوي، چې د سولې هڅې همغږي کوي او د سولې پروسې برياليتوب کې اغېزمنې تماميږي.
همدارنګه په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستياله  د سبا لپاره د افغانانو له بنسټ سره د سولې عامه پوهاوي د ګډ ميکانيزم په رامنځته کولو کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه