د سولې په چارو کې د دولت وزير د جاپان له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره وکتل.
په دغه کتنه کې د سولې اړوند پرمختګونو ، په افغانستان کې د سولې مذاکراتو په څرنګوالي ، له نړیوالو ملګرو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د اړیکو په نوي فصل کې د نړیوالې اجماع رول او د مذاکراتو پروسې ګړندۍ کولو کې د دوی د هڅو پر اغیز باندې بحث او خبرې وشوې.
