د سولې په چارو کې د دولت وزير د تاجيکستان له سفیر سره وکتل

a.zia
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۲:۱۳
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د تاجیکستان له سفیر ډاکټر سعدي شریفي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزير د دواړو هیوادونو ترمینځ ښو تاریخي اړیکو ته اشاره وکړه او د دواړه هیوادونو ملتونه يې وروڼه وبلل.
ښاغلي نادري د سولې په پروسه کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو رول مهم وباله او په افغانستان کې سولې راتګ يې د سیمې د پرمختګ او  ثبات مهم وبله.
د تاجکستان سفیر د سولې په برخه کې د خپل هیواد د همکارې چمتووالي په څرګندولو سره ، افغانستان ته د تل پاتې او دايمي سولې راتګ هيله وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه