د سولې په چارو کې د دولت وزير د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي له شخصي استازي سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د افغانستان او سیمه ائیزو مسايلو لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي شخصي استازيژان ارنو سره ، د سولې اړوند مسايلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دواړو لوریو د سولې په پروسه کې د سیمه ائیزې همکارۍ پر اړتیا او همدارنګه په دې برخه کې د سیمې هیوادونو په فعال او مؤثر رول باندېخبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د افغانانو د سولې هڅو بشپړولو او ملاتړ په نوښتونو هم ټينګار وشو.
