د سولې په چارو کې د دولت وزير «د کثرتپالنې له لارې د سولې پیاوړتیا» په آنلاین ناسته کې ګډون
په کاناډا کې د افغانستان سفارت او د کثرتپالنې نړيوال مرکز (GCP) په همکارۍ د افغانستان سره ملاتړ کوونکو سازمانونو دولتي او غیر دولتي اشخاصو او کارپوهانو په ګډون «د کثرتپالنې له لارې د سولې پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې انلاين جوړې شوې ناستې ته د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري، وینا یې وکړه.
په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزير وويل: د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې پروسې د ملاتړ سربيره د سولې رامنځته کولو لپاره په بېلابېلو برخو کې اوږد مهاله پانکونې لپاره هڅه کوي. له همدې امله دا وزارت په ولايتونو باندې ځانګړی تمرکز لري او په محلي کچه د کار لپاره ددې وزارت دفترونو په سيمه ائيزه کچه کار پيل کړی دی.
هغه همدرانګه ديته په اشاری، چې موږ په سیمه اییزه کچه په افغاني ټولنه کې د ټولنیز تنوع شاهد یو وویل، چې دې تنوع او پراخه ګدون ته پاملرنې ملي يووالي او اجماع پياوړې کړې ده او دا به د دوامده او سرتاسري سولې لاسته راوړل اسانه کړي.
ښاغلي نادري څرګنده کړه، چې سیاسي جوړښتونه باید ددې وړتیا ولري، چې بیلابیل سیاسي توضیحات ومني او په مختلفو برخو کې مانا لرونکي ګډون اسانه کړي.
د منځنۍ او عالي درجې زده کړې سیستم کولای شي، د يو بل منلو ارزښتونو ته وده ورکړي، او یو مثبت اقتصادي بازار به وکولای شي، چې متنوع او لوستې ټولنه حمايت کړي.
ښاغلي نادري وویل، چې په تیرو 20 کلونو کې، په ټول افغانستان کې یو لوی شمیر ځوانانو زده کړې کړي دي او دا ځوانان د دوامداره سولې ملاتړ کوي او د سولې هڅې ددې ځوانانو د ظرفیت پر اساس باید دا نسل پیاوړی کړي او بايد دوی د لاسته راوړنو ساتنه پکې وشي.
د سولې په چارو کې د دولت وزير هيله څرګنده کړه، چې د دا ډول برنامو په جوړولو کې رغنده خبرې به د کثرتپالنې د ودې لپاره د جوړښتونو د رامنځته کولو په څرنګوالي او باعزته سولې ته رسېدو لپاره مانا لرونکي سياسي ګډون ته زمينه برابره کړي.
په دغه کتنه کې په کانډا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفير حسن سروش، په کابل کې د کانډا سفير ریډ سيرز، په کانډا کې د قطر سفير سعود آل محمود، د کثرتپالنې نړيوال مرکز سکرتر جنرال مرديت پرسټون مکګي، د سولې او جګړې برنامې رئيس جين بارلو او ددغې مرکز د سولې او جګړې برنامې ستر سلاکار کریستوفر تورنتون په ټولنه کې د تنوع منلو او کثرتپالنې د رول او په سوله باندې د هغه د اغيز په اړه خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې د کثرتپالنې نړيوال مرکز يو خپلواک خيريه بنسټ دې، چې د اعليحضرت آغا خان او د کانډا حکومت لخوا رامنځته شوي؛ ترڅو د سوله ائيزې ژوند او په متنوع ټولنو کې د کثرتپالنې په رامنځته کولو کې فعاليت وکړي.
