د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د سولهجوړونې په اړه د جمهور رئيس د وینا بیا خپراوی
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کاکوونکو ته د روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د دغه وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو د معینیت په نوښت په کابل پوهنتون کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني وینا د یوه پروګرام له لارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې بیا خپره شوه.
په دغه پروګرام کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترو سلاکارانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و. د دغه وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې وویل، د دې وینا د بیا خپراوي موخه دا ده چې د سولې رامنځته کولو، ساتلو او جوړولو په اړه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو پوهه لوړه شي.
دې ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکي د سولې په اړوندو برخو کې مطالعې ته اړتیا لري او ویې ویل چې د سولې د جوړولو، بنسټیز کولو او پاللو روزنیز پروګرامونه به دوام ولري.
د پروګرام په دویمه برخه کې ګډونوالو پوښتنې وکړې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار شعیب رحیم ځوابونه ورکړل.
ښاغلي رحیم د پروګرام په راټولولو کې د سولې د برخې فعالانو د پوهې لوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکي باید خپله شته پوهه بس ونهګڼي او تل د پوهې او اړینو مهارتونو د زدهکړې په لټه کې وي.
