د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پالیسیو کې د خلکو نظرونه کارېږي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۱ - ۶:۴۵
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او مالي مرستیال غلام‌یحیا عباسي په «اوربند او د سولې د خبرو میکانېزم» کنفرانس کې د سولې په بهیر کې د خلکو شتون او په دغه بهیر کې د دوی د نظرونو راګډول د سولې په بهیر کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل: د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پالیسیو کې به د هغو کسانو نظرونه وکارول شي چې د سولې او اوربند په برخه کې تجربه لري.
بل پلو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند هم د سولې بهیر د ولسي ملاتړ په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت کاري بنسټ د خلکو د نظرونو په تکیه برابر شوی دی. ده ټنیګار وکړ چې خلک باید سره منسجم او یوځای شي او د خپلې ګډې موخې یعنې تلپاتې سولې لپاره له یوه او بل سره په همغږي ډول کار وکړي.

د ولسي جرګې غړې سخا یولچي هم سوله یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدو ته اړتیا وه تر څو حکومت له یوه څرګند ادرسه په دې برخه کې کار وکړي. دې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک داسې سوله غواړي چې په هغې کې د افغانستان د خلکو انساني او اسلامي ارزښتونه او اتلس کلنې لاسته‌راوړنې وساتل شي.
د میدان وردګو د ولایتي شورا مرستیالې سیلۍ وردګ په دغه کنفرانس کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې د سولې او جګړې ادبیات بدل شي او په دغه بهیر کې د ښځو ونډه له یاده ونه‌ایستل شي.
بل پلو د ولسي جرګې غړې شکریې اسحق‌خېل د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره د سولې د بهیر د ښه مدیریت هیله څرګنده کړه. دې ټینګار وکړ چې که د سولې مدیریت حکومت وکړي، ټولو شرایطو ته به پام پکې وشي. همدارنګه دې وویل چې ولسي جرګه به د دغه وزارت او د سولې لپاره د دوی د هڅو ملاتړ وکړي.
همدارنګه د کوهدامن یوه [قومي] مشر حاجي محمد نوروز وویل چې د شمال سمت د اوو ولسوالیو اوسېدونکي د سولې د بهیر ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې د دغو سیمو خلک به د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر څنګ د سولې لپاره کار وکړي. 
یوه بل قومي مشر حاجي فرید هم د سولې په بهیر کې د خکو د رول پر اهمیت خبرې وکړې او له سیاسي رهبرانو یې وغوښتل چې سیاسي ناورین ختم کړي. ده ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت باید د سولې لپاره په کلیو او بانډو کې کار وکړي.
دا ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي ناستو په دوام وشوه چې د سولې د خبرو او اوربند لپاره د خلکو د نظرونو پوښتلو لپاره وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه