د سولې په چارو کې د دولت وزارت په سوله‌جوړونه کې د مدني ټولنې د بنسټونو هر اړخیز او سراسري فعالیت تسهیلوي

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۷:۴۷
Smp

د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري د سولې لپاره د مدني ټولنې بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ له سکرتریت سره په ناسته کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په سوله‌جوړونه کې د مدني ټولنې د بنسټونو هر اړخیز او سراسري فعالیت ته لاره هواروي.

په دې ناسته کې لومړی د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د سولې لپاره د مدني ټولنې د همغږۍ او مشورې بورډ د جوړېدو او د بورډ د فعالیتونو لپاره د دغه وزارت د تسهیلوونکي رول په اړه خبرې وکړې.
د سولې لپاره د مدني ټولنې بنسټونو د همغږۍ او مشورې بورډ د سکرتریت غړي عبدالرحیم جامي د وزارت د تېر رول مننه وکړه، د دغه بورډ ډله‌يیزو او د چتر د غړو 40 انفرادي بنسټونو فعالیتونو ته یې اشاره وکړه. ده زیاته کړه چې د دغه بورډ څانګې په 7 زونونو کې فعالې دي او د ولایتونو په کچه د بورډ په رامنځته کولو کار روان دی.
ښاغلي جامي وویل چې دغه بورډ د ټولنې د غږ یو کولو، د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د سولې له جوړښتونو سره د دغه غږ د نښلولو او د سولې په بهیر کې د مدني ټولنې د بنسټونو له لارې د خلکو د مشارکت تسهیلولو په برخه کې فعالیت کوي.
ده د خبرو په دوام د دغه بورډ د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د سولې له جوړښتونو سره د بورډ د دوه‌اړخیزو ستراتيژيکو او دوامدارو اړیکو د جوړېدو لپاره میکانېزم برابر شوی چې که عملي شي، د مدني ټولنې بنسټونه خپل رول لا ښه ادا کولی شي.
د دغه بورډ د سکرتریت نورو غړو هم د سولې په برخه کې د مدني ټولنې بنسټونو د وړتیا او په ملي پیوستون کې د ګډو همکاریو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر وویل، مدني ټولنه رامنځته کېدل په وروستیو دوو لسیزو کې د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو تر ټولو اساسي ګډه لاسته‌راوړنه ده. ده زیاته کړه چې د سولې په مذاکراتو کې د اسلامي جمهوریت دريځ هم د مدني ټولنې له ارزښتونو راپورته شوی چې مذاکره‌کوونکی پلاوی یې دفاع کوي. 
سید سعادت منصور نادري په سوله‌جوړونه کې د ملي پروګرامونو د پلیتابه پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو، مدني ټولنې او بیا ادغام په برخو کې اړوند جوړښتونه په ځان کې ځای کړي او په دې برخه کې کار د دغه وزارت یو لومړیتوب دی.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مدني ټولنې د بنسټونو هر اړخیز او سراسري فعالیت ته لاره هواره کړي او د سولې‌جوړونې لپاره به د پلان په بېلابېلو برخو کې د مدني ټولنې د بنسټونو له وړتیا کار واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه