د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزير د ایران له سفير سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر سید سعادت منصور نادري په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.
په دغه کتنه کې د سولې په پروسه کې وروستيو پرمختګونو او د سولې روانې پروسې په اړه د سیمه ائیزې اجماع په پیاوړتیا کې د سیمې د هیوادونو په رول خبرې وشوې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وزیر وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې لپاره پوره اراده لري او پدې برخه کې یې ستر ګامونه اخیستي دي. هغه زیاته کړه څرنګه چې په افغانستان کې سوله د سیمې ثبات په مانا ده ، نو د سولې د پروسې په ملاتړ کې د ګاونډیو هیوادونو رول خورا مهم او اساسی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د خپلو خبرو پر مهال وويل چې هېواد یې یو سوله ائیز افغانستان غواړي او د دواړو هېوادنو اړېکو به د ګډو ګټو پر بنیاد وي. هغه زیاته کړه چې هیواد یې د تلپاتې سولې په راوستو کې له افغانستانه خپل ملاتړ کوي.
