د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوي ګومارل شوي رئیسان او سلاکاران معرفي شول
د سولې په چارو کې د دولت وزارت نوي ګومارل شوي رئیسان او سلاکاران نن په یوه غونډه کې معرفي شول. په دې غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري؛ د همغږۍ، ستراتيژۍ او پالیسۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني؛ د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې؛ حمايوي او اداري مرستیال غلامیحیی عباسي؛ د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکارانو او رئیسانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس بسمالله صاعد د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رئیسانو او سلاکارانو د ګومارنې په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام حکمونه ولوستل.
ورپسې ګومارل شوو رئیسانو او سلاکارانو د خپلو زدهکړو، مخینو او مخکېنیو کارونو په اړه خبرې وکړې. دوی د جمهوري ریاست د عالي مقام، د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه چې پر دوی یې باور وکړ او ویې ویل چې سولې ته به ژمن کار وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت حمایوي او اداري مرستیال غلامیحیی عباسي دوی ته د ګومارل کېدو مبارکي ورکړه او د بریاليتوب هیله یې ورته وکړه او د وزارت له دفترونو سره یې د دغه معینیت د ملاتړ پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري نویو ګومارل شوو رئیسانو او سلاکارانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې ګومارنې د وړتیا له مخې شوې دي او دوی د وزارت لپاره لویه پانګه ده.
ده وویل، د ویاړ ځای دی چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د څو لسیزو جګړې ختمولو او پر ځای یې سولې، یووالي او پخلاینې راوستلو ته کار کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر هیله وښوده چې د سولې هوکړه لاسلیک شي او ټول وګړي د سولې په فضا کې په اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د هېواد ودې او پرمختګ ته کار وکړي.
ښاغلي نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مقام په اړه وویل چې دغه وزارت د سولې د جوړښتونو او ملت، د ملت او دولت، د ټولنې د بېلابېلو پاړکو او حکومت او د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د نښلون ټکی دی.
ده وویل چې د سولې کاروان سپېڅلی کاروان دی او ټينګار یې وکړ، د دغه وزارت ټول کارکوونکي باید له خپلو شخصي او سیاسي لیدلورو پرته په پراخ ملي او ولسي لیدلوري سره سولې ته کار وکړي.
