د سولې په چارو کې د دولت وزارت لهخوا د اسلامي همکاریو سازمان سفیر ته د مخه ښې غونډه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د رئیس حسین آوني بوستالي د ګټورو کارکړنو په ویاړ د مخه ښې غونډه جوړه کړه.
په دې غونډه کې یو شمېر بهرنیو دیپلوماتانو، د سولې او بیان آزادۍ فعالانو، د ملي مصالحې عالي شورا استازي، حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې بنسټونو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر په کابل کې د ښاغلي بوستالي د مأموریت دوره ښه یاده کړه او د افغانستان له جمهوري اسلامي دولت سره یې د اسلامي همکاریو سازمان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د اړیکو په پراخولو کې د ده هڅې وستایلې.
ده زیاته کړه، ښاغلي بوستالي یوازې د یوه دیپلومات په توګه کار ونهکړ. دی د افغانستان خلکو ته ښه ملګری و چې د سولې په برخه کې یې هم هراړخیزه همکاري کړې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د سولې په چارو کې د دولت وزارت او ګډونوالو مننه وکړه، د اسلامي همکاریو سازمان او مأموریت په اړه یې معلومات وړاندې کړل او افغانستان یې د دغه سازمان یو لومړیتوب وباله.
ښاغلي بوستالي په افغانستان کې د سراسري او تلپاتې سولې ټينګښت ته هیلهمندي وښوده او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې هڅې مهمې وبللې.
همدا راز په کابل کې د ترکیې سفیر اوغوزخان ارطغرل هم د ښاغلي بوستالي مأموریت ښه یاد کړ او د افغانستان له جمهوري اسلامي دولت سره یې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو په اړیکو پراخولو کې د ده رول ارزښتناک وباله.
د غونډې په پای کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر ښاغلي حسین آوني بوستالي ته هغه ډالۍ ورکړل شوه چې د هڅو د مننې په پار یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت برابره کړې وه.
