د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا د «سولې ادبیاتو» لومړۍ ناسته جوړه شوه

a.zia
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۴:۱۵
SMP

د سولې د ادبیاتو د لړۍ لومړۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا جوړه شوه، چې پکې د دغه وزارت چارواکو او یو شمېر شاعرانو او ادیبانو ګډون کړی و. 
په سر کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال عبدالله خنجاني د سولې د ادبیاتو د ناستو د جوړولو موخه روښانه کړه. نوموړي وویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي د دغو پروګرامونو له لارې د سولې په اړه د خلکو مالکیت پیاوړی کړي او د سولې په پروسه کې یې ښکېل کړي. 
ښاغلي خنجاني د خلکو پر اذهانو د شعر او ادب اغېزو ته په اشارې سره وویل چې له دیني باورونو وروسته شعر او ادب پر عامه اذهانو پراخه اغېزه کړې ده او شاعرانو په دې برخه کې ډېر رول لوبولی دی. نوموړي یوه برخه تاوتریخوالی له ګړنیو ادبیاتو سره تړلی وباله او ویې ویل موږ باید د داسې حل‌لارې ولټوو چې څرنګه کولی شو داسې ادبیات رامنځته کړو چې د سولې په مسأله کې اغېزناک وي. 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې په خپلو خبرو کې وویل چې د شخړو د حل برخه نباید یوازې په سیاسي خبرو اترو کې خلاصه شي؛ بلکې د معنوي تغذیې په ډول باید نورو لومړیتوبونو ته هم پام وشي. 
دې زیاته کړه چې بدبختانه د هېواد د رسنیو پام پر جګړه او شخړه دی او باید هڅه وشي چې د سولې په اړه فکري تولیدات رامنځته او موږ وکولی شو سوله د شعر او ادبیاتو له لارې دود کړو. 
ډاکتر عالمې ټینکار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسۍ برخې په دې اړه کار پیل کړی او د پوهنتونونو له استادانو، شاعرانو او ادیبانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي تر څو په ګډه خپل رسالت ادا کړو. 
د دغې ناستې پر دوام لعل‌پاچا آزمون په پښتو ادبیاتو کې، قنبر علي تابش په معاصرو فارسي ادبیاتو کې او محمد عالم کوهکن په اوزبیکي شعرونو کې د سولې پر مقام خپلې ارزونې شریکې کړې. دغو ویناوالو وویل چې د هېواد د دغو درېیو ژوندیو ژبو په ادبیاتو کې د سولې جلوې نه یوازې نوې نه دي بلکې اړتیا نشته په ادبیاتو کې د سولې د موضوعاتو په لټه کې وو؛ ځکه ادبیات پخپله سوله ده او که لیکوالان د جګړې پر موضوعاتو هم غږیږي، موخه یې سوله وي.  
دوی ټینګار وکړ شاعران او ادیبان خپله دنده بولي چې د پېښو اتلولۍ، قربانۍ او انساني جلوې تعقیب کړي. 
د دغو ویناوالو په وینا په هره کچه چې وکولی شو شعر او ادب او نور هنرونه دود کړو په هماغه کچه سوله ترویجیږي. دوی په داسې تلپاتې سوله ټینګار وکړ چې جوړښتي عدالت او انساني قانون پکې موجود وي او ټولنه له روزنیزو، فرهنګي او فکري تاوتریخوالو لرې وي. 
احمدضیا رفعت په افغانستان کې د سولې د ادبیاتو پر ننګونو خبرې وکړې. نوموړي وویل یوه ننګونه ټولنیز تفکر دی چې په خپل ځان کې یې سخت‌دریځه تفکر روزلی او دا تفکر له فرهنګ او ادب سره په ټکر کې دی. 
مېرمن سرو رسا رفېع‌زاده هم په سوله‌ییزه اوسېدنه کې د عرفاني ادبیاتو پر رول خبرې وکړې او ویې ویل عارفان په اسلام کې پرانیستی او ټول‌شموله لید لري او له بلې خوا هغوی دروني سولې ته ډېره پاملرنه کوي چې دا لامل شوې عرفاني ادبیات پر ځان جوړونه او له جګړې او شخړې په لرې‌والي ټینګار وکړي. 
په عامه پوهاوي کې د تفریحي ادبیاتو رول د نجیب‌الله منلي د بحث موضوع وه. ده په دې برخه کې د رسنیو پر رول ځانګړی ټینګار وکړ او ویې ویل متأسفانه رسنۍ تر ډېره د جګړې او تاوتریخوالي پر خبرونو چورلي؛ په داسې حال کې چې اړتیا ده دوی باید خپل پروګرامونه د ټولنې د اړتیا پر اساس تنظیم کړي او خپل روزنیز رول هم ادا کړي. 
د سولې د ادبیاتو په لومړۍ ناسته کې د خالدې تحسین، مجیب مهرداد، فروزان کریمي، صدیقې افضلي، سید جیلاني جلان، شایان فریور، سید بهادر واصفي او سید ظاهر موسوي په ګډون د هېواد یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه واورول. 
د یادولو وړ ده چې د ادبي ناستو د لړۍ پر دوام به د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا نور فرهنګي او هنري پروګرامونه هم جوړ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه