د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا په کابل کې د تورکيې سفير د خدای په امانۍ مراسم ترسره شول

a.zia
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۲۲:۸
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا په کابل کې د تورکيې سفير اوغوزخان ارطغرول د ماموريت د پای ته رسېدو په موخه د خدای په امانۍ مراسم د سېمې او ګاونډيو هېوادنو سفيرانو, د ملګرو ملتونو استازي, د ملي روغې جوړې عالي شورا غړو, د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مزاکره کوونکي پلاوي غړو او د حکومتي چارواکو په حضور کې ترسره شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري په کابل کې د تورکيې سفير څخه ځانګړی مننه وکړه او په خپل ماموريت کې د دواړو هېوادنو د تاريخې اړيکو د ارزښت په زياتولو سره يې هغه يو وتلی ديپلومات ياد کړ.
ښاغلي نادري د سولې په روانه پروسه کې د هغه هڅې وستايلي او په راتلونکی يې ورته د لا بريا هيله وکړه.

د ترکيې سفير د افطاري ډوډې د تيارولو څخه په مننه وکړه او د استانبول کنفرانس ته په اشارې چې په نږدې راتلونکي کې به ترسره شي وويل او هيله يې څرګنده کړه چې د افغانستان خلک په تلپاتې او باعزته سوله ترلاسه کړي. 
 هغه څرګنده کړه چې هېواد به يې په راتلونکې کې هم په بېلابيلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه