د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکاران

Yariآغلې پرستو یاري په( ۱۳۶۶ ) هجري شمسي کال د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ په یوه سیاسي، فرهنګي او روشنفکره کورنۍ کې زېږېدلې ده.
 لومړنۍ، منځنۍ او لیسې دورې زده کړې یې په جاغوري ولسوالۍ او د پاکستان هېواد د کویټې ښار کې بشپړې کړي دي. د ښوونځي تر فراغت وروسته یې د یو کال لپاره د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د یوناما ولایتي دفتر د مسئولې په توګه دنده اجراء کړېډه.
آغلې پرستو تر یو کال فعالیت وروسته د ( ۱۳۸۴-۱۳۸۶ ) کلنو تر منځ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د بشري حقونو د تېروتنو د څارنې او بررسۍ د څانګې د همکارې په توګه کار پېل کړ، وروسته د ۴ کلونو لپاره فاریاب ولایت ته لاړه او د افغانستان د بشري حقونو د رسنیو د سرچینو په مرکز کې وګمارل شوه.
آغلې ياري څلور کاله وروسته، يو ځل بيا کابل ته راغله او د دوو کلنو لپاره يې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د نشراتو په مرکزي دفتر کښې دنده ترسره کړه.
آغلې پرستو یاري  په شخصي او ټولنيزو ژوند کې  ستونزو له کبله د لوړو زده کړو څخه بې برخې پاتې شوه او بریالۍ نشوه چې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي.
دا چي د نوموړې د زده کړو سره زياته مينه او علاقه درلوده، نو په ( ۱۳۹۱ ) هـ ش کال کې،  کاتب خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته بریالۍ شوه. نوموړې د محصلۍ په دوران کې یې د پوهنتون په ټولو برنامو کې فعاله ونډه درلوده او د همدې پوهنتون د ټولنیز بنسټ غړیتوب ترلاسه کړ او د زيات او فعالیت ترسره کولو څخه وروسته د همدې بنسټ د اړیکو عمومي مسئولې په توګه دنده وګمارل شوه.
تر ۴ کلنې تحصيلي دورې وروسته، په (۱۳۹۳ ) هـ ش کال کې په لوړه درجه له همدې  پوهنتون څخه د لسانس په کچه فارغه شوه.
آغلې پرستو یاري د خپلې وړتیا او لوړ ظرفیت په درلودلو سره د تل په څېر په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو کې فعاله ونډه درلودله، په (۱۳۹۳) هـ ش کال د لړم په میاشت کې د افغانستان او امریکاه متحده ایالاتو د امنیتي تړون د تصویب په موخه یې، په لویه جرګه کې د غزني ولایت څخه د ښځو په استازولۍ د فعالې مېرمنې په توګه ګډون وکړ.
په( ۱۳۹۳) هـ ش کال د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزو په وخت کې د ښاغلي زلمي رسول د ښځو د څانګې د مرستیاله وه او په همدې پروسه کې د ښه ځلېدو تر څنګ یې فعاله سیاسي ونډه درلوده.
آغلې یاري د ۴ کلونو لپاره د جنګ قربانیانو د خپلوانو  بنسټ بنسټګره  او د همدې بنسټ په فعاله کولو کې یې په رضاکارانه توګه نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړيدي.
آغلې یاري د مالیې وزارت د اداري معینیت د دفتر آمرې په توګه د یو کال لپاره، د ملی وحدت حکومت د اجرائیه ریاست د ځوانانو او ښځو په چارو کې د ستر سلاکار د دستیارې په توګه د یو کال لپاره، د افغانستان د سولې د عالي شورا د مرستیالې د دستیارې او همدارنګه د پیوند امروز ټولنیزي او فرهنګي مؤسسې د حقوقي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړېده.
آغلې یاري د دولتي او غیردولتي دندو په جریان کې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو په برخه د ماسترۍ په کچه زده کړې په ابن سینا پوهنتون کې پای ته ورسولې.
آغلې یاري، په دري، پښتو او انګلیسي ژبو رواني خبري کولای شي، نوموړې د چین، سرېلانکا، عمان او پاکستان هېوادونو ته رسمي، علمي او زده کړه ییز سفرونو کړې. نوموړي د ځينو علمي مقالو د چاپ وياړ هم لري  او د هشت صبح چاپي رسنۍ لخوا نشر شوې دي.
پرستو یاري د غزني ولایت د پارلماني ټاکنو څخه تر کاندیداتوري مخکې د افغانستان د اجرائیه ریاست د ښځو وړتیا لوړولو په برخه کې د تخنیکي سلاکارې په توګه دنده ترسره کوله.
د رسمي دندې تر څنګ د کابل سمپوزیم د سولې کمېټې د رئیسې په توګه، کابل کي د جاغوري ولسوالۍ د ۱۷ کسېزې شورا د رهبرۍ غړې، د افغانستان د ښځو د سیاسي حقونو د ټولنې غړې په توګه او په ( ۲۰۱۸ ) م کال کې د لویې جرګې فعال غړیتوب درلود، د دې تر څنګ نوموړې د سولې په برخه کې زیات فعالیتونه کړي دي.
په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان د لومړی مېرمنې په رهبری په ټول افغانستان کې د ښځو د یووالې غږ تر نامه لاندي د ښځو د ملي اجماع د رهبری کمېټې غړیتوب درلود.
پرستو یاري د نړیوالو سفرونو څخه هم ښې تجربې او لاسته راوړنې لري او بايد د حقونو یو شانوالي، ظرفیت لوړوالي او د افغانستان په پرمختګ کې ور څخه استفاده وشي.
آغلې یاري، په جنوبی کره کې د سولې نړېوال کنفرانس، په اندونیزیا کې د ځوانو مسلمانو ښځو په نړېوال مجموعه کې، په چين هېواد کې د طبیعې پېښو د مخنیوي پر وړاندي د سیاست او تجربو، په عمان هېواد کې د ملي تحقیقاتو برنامه او په زیاتو نورو داخلي او بهرنیو نړېوالو کنفرانسونو کې برخه اخیستې ده.
آغلې یاري د زیاتي او فوق العاده داخلي او نړېوالې تجربې، د دولتي او غیر دولتي نهادونو سره په کار کولو، په دې وروستیو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سترې سلاکارې په توګه ګمارل شوې ده، همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د حقوقي بورد ریاست مسئولیت هم لري.
په دې وطن کې یې کار کول د سولې، یو شانوالي او جنسیتي برابروالي ته ځانګړی کړی دئ.