د سولې په چارو کې د دولت وزارت رسنیو ته د سولې روزنیز ورکشاپ جوړ کړ
رسنیو ته د سولې روزنیز ورکشاپ جوړ شو چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري؛ د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني؛ د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي محمد رسول طالب؛ د ملي مصالحې د عالي شورا رسنیزو مسؤولینو او د رسنیو استازو ګډون پکې کړی و.
د پروګرام په پيل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعرسونې رئیس سید حسن عالمي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د رسنیو لپاره د سولې روزنیز ورکشاپ په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي عالمي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د رسنیو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړي او د سولې په برخه کې د خبریالانو او رسنیزو همکارانو مشورو او طرحو ته په کتو به عمل وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري خبریالانو ته د سولې روزنیز ورکشاپ جوړول ښه او امن سبا ته د رسېدو لپاره دريڅه او د نوې هڅې پیل وباله او ویې ویل چې دغه ورکشاپ جوړېدل په رغند مسیر کې لومړنی ګام او حرکت دی او بنسټ یې د بیان آزدۍ د ساتلو په برخه کې د خبریالانو رسالت دی.
ده ټینګار وکړ چې خلک د سولې بهیر ملاتړي دي او ویې ویل چې د روان ناوړه وضعیت ختمول د سولې په بهیر پورې تړلي او له همدې امله یو بل اورېدو، یو بل منلو، نرمۍ او آسانۍ ته اړتیا ده.
ښاغلي نادري وویل، په وروستیو دوو لسیزو کې د رسنیو فعالیت ته ښه بستر برابر شوی او په مرکز او ولایتونو کې سلګونه رسنۍ جوړې شوې دي؛ خو هغه څه چې په رسنیو کې منعکسېږي، نا امنیو او تاوتریخوالي یې پر محتوا اغېز کړی او ناوړه وضعیت یې جوړ کړی.
ده وویل، د سولې ژورنالېزم یوه داسې راتلونکي ته د هیلهمندۍ دریڅه ده چې له تاوتریخوالي او وینو پاک وي او زیاته یې کړه چې ځینو خبریالانو او رسنیو د دغې لېوالتیا څرګندېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر زیاته کړه چې دغه وزارت د بیان آزادي د افغانستان د خلکو یو مهم ارزښت ګڼي او په دې باور دی چې د بیان له آزادۍ پرته به هېڅ ولسواک نظام شتون ونه لري.
ښاغلي نادري ټینګار وکړ چې رسنۍ د خلکو او دولت تر منځ ارتباطي پُل دی او ویې ویل، رسنۍ غلي غږونه په رسا ډول دولت ته رسولی شي.
همدا راز ده هیله وښوده چې په مذاکراتو کې باید د خلکو اساسي غوښتنې خوندي پاتې شي او تر شخړې وروسته افغانستان د بیان آزادۍ یو تر ټولو ښه هېواد وي.
ده ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د دغه ارزښت د ساتلو لپاره له رسنیو سره نږدې همکاري وکړي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي محمد رسول طالب دغه ورکشاپ جوړول په اوسني وخت کې د ټولنې یوه مهمه اړتیا وبلله او ویې ویل چې د سولې په برخه کې اطلاعرسونه پېچلتیاوې لري چې رسنۍ دغو پېچلتیاوو ته په کتو سره د سولې په بهیر کې مهم رول ادا کولی شي.
ده وویل چې د مذاکراتو یوه اصلي موخه د بهیر بریالیتوب دی او د اطلاعرسونې په برخه کې د دولت او رسنیو ګډې کړنې باید د مذاکراتو له مختهتګ سره مرسته وکړي.
ښاغلي طالب د اطلاعرسونې د یوه مهم اصل په توګه پر بېطرفۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې رسنۍ د بیان آزادۍ د ساتلو په برخه کې بېطرفه نهشي پاتې کېدای؛ ځکه دوی د بهیر همګټي دي او باید د بیان آزادۍ دفاع وکړي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتیژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني هم وویل، اړتیا ده چې د سولې د راپور ورکولو د څرنګوالي په اړه یو جدي بحث پیل شي.
ده زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دغه بحث پیلولو ته ژمن دی، لکه څرنګه چې اوسنۍ ناسته په دې برخه کې لومړنی ګام دی.
ښاغلي خنجاني وویل، په تېرو شلو کلونو کې تل د جګړې راپورونه حاکم وو. ده ټینګار یې وکړ چې دغه چاره باید بدله شي او ځای یې د سولې راپورونه ونیسي.
ورپسې د پوهنتون استاد سید مهدي منادي د سولې بهیرونو د څرنګوالي؛ او د آلباني مشورتي او روزنیزې مؤسسې روزونکي تري جود د سولې مذاکراتو په بهیر کې د رسنیو او ګټورو اړیکو د رول په اړه خپل پرېزېنټېشن وړاندې کړ.
دغه یو ورځنی ورکشاپ د آلباني مشورتي او روزنیزې مؤسسې په همکارۍ د سولې په چارو کې د دولت وازت جوړ کړی و چې په پای کې یې ګډونوالو ته تصدیقپاڼې هم ورکړل شوې. په دغه روزنیز ورکشاپ کې د پلازمېنې د ۳۴ فعالو رسنیو خبریالانو ګډون کړی و.
