د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځو ځورونې د منعې کمېټې غړي معرفي شول

a.zia
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۳:۴۲
Smp

په یوه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځو ځورونې د منعې کمېټې غړي معرفي شول چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې، حمایوي او اداري مرستیال غلام‌یحیی عباسي، د دغه وزارت سترو سلاکارانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون پکې کړی و.

د دغې ناستې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون د هېواد یو مهم قانون وباله او ویې ویل چې د دغه قانون رعایت د هر کس وجیبه ده.
ده وویل له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي یوازنۍ لاره دا ده چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منعې قانون تطبیق شي او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې د دغه قانون په اړه د پوهاوي لپاره د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې یو سیمینار جوړ شي.
ښاغلي نادري، وزارت د کارکوونکو په تېره د ښځو لپاره د مناسب او خوندي کاري چاپېریال جوړولو ته ژمن وباله او ویې ویل چې باید دغه مناسبه کاري فضا موجوده وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس بسم‌الله صاعد د ښځو د ځورونې د منعې کمېټې غړي معرفي کړل.
د جنډر پالیسۍ د تطبیق آمرې تورپېکۍ رحیمي د ښځو د ځورونې د منعې کمېټې د موخو او دندو په اړه معلومات ورکړل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځو د ځورونې د منعې کمېټه د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو د مرستیالې ډاکتر عالمې په ریاست، د جنډر د همغږۍ د رئیسې ناهیدې حیدري او د دغه وزارت د بشري سرچینو د رئیس بسم‌الله صاعد په غړیتوب جوړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه