د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او پروګرامونو عمومي رئیس او د تدارکاتو رئیس معرفي شول
په یوه پروګرام کې چې پکې د سولې په چارو کې د دولت وزیر، د دغه وزارت مرستیالانو، سلاکارانو او یو شمېر رئیسانو، د عامې روغتیا وزارت مرستیال او همدا راز حکومتي چارواکو ګډون کړی و، محمد ناصر صدیقي د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پالیسیو او پروګرامونو د عمومي رئیس او عبدالعظیم احمدزی د دغه وزارت د تدارکاتو د رئیس په توګه معرفي شول.
د دغه پروګرام په پيل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس بسمالله صاعد د یادو رئیسانو د ګومارنې احکام ولوستل.
ورپسې د سولې په چارو کې د دولت وزیر نویو ګومارل شوو رئیسانو ته مبارکي وویله، دوی یې فوقالعاده کدرونه وبلل او ویې ویل چې دوی به د دغه وزارت ویاړ وي.
سید سعادت منصور نادري د هېواد د راتلونکي لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د برخهلیک ټاکونکي رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه وزارت اساساً سیاسي دی؛ خو کارکړنې یې غیرسیاسي دي او د خلکو او دولت، د خلکو او د سولې جوړښتونو او د دولت او طالبانو تر منځ د نښلوونکي ټکي په توګه عمل کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر نویو ګومارل شوو رئیسانو ته د بریالیتوب هیله وکړه.
د یادونې ده چې محمد ناصر صدیقي د مالیې وزارت د همغږۍ، څارنې او راپور ورکولو په عمومي ریاست او نړیوالو ادارو کې کاري مخینه لري. همدا راز عبدالعظیم احمدزی د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان په عمومي ریاست او داخلي او نړیوالو ادارو کې کاري مخینه لري.
