د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار د افغانستان د نوي فکر بنسټ له مشرتابه غړو سره وکتل

a.zia
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۶:۲۴
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د افغانستان د نوي فکر بنسټ له مشرتابه غړو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د نوي فکر بنسټ مشرتابه غړو په لغمان، ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ولسي غونډو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دغه بنسټ د مشرتابه غړو په خبره، د دغه بنسټ په جوړو کړو غونډو کې تر دوو زرو ډېرو کسانو ګډون کړی و او د سولې د بهیر ملاتړ یې اعلان کړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د دغه بنسټ له مشرتابه غړو مننه وکړه؛ د سولې بهیر په ښه کېدو کې یې د مدني ټولنې د بسنټونو رول مهم وباله او ویې ویل چې د مدني ټولنې بنسټونه د ټولنیزې سولې په رامنځته کولو کې اغېزناک فعالیت کولی شي.
همدارنګه ښاغلي څرګند وویل چې د سولې او ملي پخلاینې له ټینګښت پرته هېڅ پرمختګ هم پایله نه‌شي لرلای او د هېواد ټول پروګرامونه د سراسري سولې په ټینګښت پورې تړلي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه