د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، ستراتيژۍ او پالیسۍ چارو د مرستیال او د مقام د دفتر د رئیس معرفي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او جګپوړو مسؤولینو په حضور کې ښاغلی عبدالله خنجاني په مافوق رتبه کې د همغږۍ، ستراتیژۍ او پالیسۍ چارو د مرستیال او ښاغلی خشنود نبيزاده په مافوق رتبه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مقام د دفتر رئیس په توګه په یو رسمي پروګرام کې معرفي شول.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په دغه پروګرام کې وویل چې دغه وزارت پر وړتیا پالنه او له داسې ځوان، لوستي او وطن ته ژمن ځواک څخه پر کار اخسیتنه ټینګار کوي چې د سولېپالنې روحیه ولري.
ده زیاته کړه، په همدې برخه کې نن وینو چې دوه وړ او ژمن ځوانان معرفي شول او د سولې په چارو کې د دولت وزارت مهمې دندې یې پر غاړه شوې. د سولې په چارو کې د دولت وزیر دوی ته د بریالیتوب هیله وکړه.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ، ستراتيژۍ او پالیسۍ مرستیال عبدالله خنجاني د جمهوري ریاست د عالي مقام او د سولې په چارو کې د دولت وزیر له باور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د نورو همکارانو تر څنګ به هېواد ته د سولې راوستلو په لاره کې په ژمن ډول کار وکړي.
همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مقام د دفتر رئیس خشنود نبيزاده د سولې په چارو کې د دولت د وزیر له باور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې غواړي د خپل ماموریت په ادا کولو سره د وزارت په بریالیتوب کې مهمه ونډه ولري.
