د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لېږد وسایلو لپاره د دوه ډوله تېلو (ډيزلو، پټرولو) او اته ډوله روغنیاتو د تهیې او تدارک اعلان
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ نمبر: SMP/1399/NCB/G-01
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د اړتیا وړ (تېلو، ډیزلو، پترولو او روغنیاتو) د تهیې او تدارک په داوطلبۍ کې ګډون وکړي. اړونده شرطنامه دې د دغه وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه په حافظه یا ډېسک فلش کې او یا یې له (www.smp.gov.af) وېبسايټ څخه واخلي، خپل آفرونه دې په شرطنامه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او کړنلارې سره سم په پټ ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې نیولې د ۱۳۹۸ کال د مرغومې میاشتې د ۱۹مې نېټې د پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰ بجو پورې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د شهرنو په ملالۍ واټ کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې دی. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه نه منل کېږي.
د آفر تضمین د بانکي ضمانت او یا نغدو پیسو په ډول شپږ لکه افغانۍ (۶۰۰۰۰۰) دي او د آفرونو د پرانیستنې غونډه د پنجشنبې په ورځ د مرغومې میاشتې د ۱۹مې نېټې، غرمې وړاندې په ۱۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې جوړېږي.
د اعلان د خپرېدو پیسې دقیقې محاسبه کړئ او د دغې ادارې له استازي یې واخلئ او رسید او پارچه یې په رسمي ډول ور وسپارئ.
مننه
د اړیکې شمېره: 0700222009