د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د کارکړنو د ستاینې او مخه ښې محفل جوړ شو
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د کارکړنو د ستاینې او مخې ښې محفل د دغه وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شو چې د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، حمایوي او اداري مرستیال غلامیحیی عباسي، د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت سترو سلاکارانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون پکې کړی و.
د محفل په پیل کې سید سعادت منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د پخواني مرستیال عبدالخالق بالاکرزي کارکړنې وستایلې، دی یې ملي او بانفوذه شخصیت وباله او ویې ویل چې ښاغلي بالاکرزي په دغه وزارت کې لوی او ارزښتناک کارونه کړي. څرنګه چې وزارت د خلکو او دولت د نښلون ټکی دی، ښاغلی بالاکرزی له وزارت سره د بېلابېلو پاړکو د نښلون ټکی و.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په ولسي جرګه کې د خلکو په استازولۍ کې عبدالخالق بالاکرزي ته د بریا هیله وکړه.
همدا راز ښاغلي نادري د سولې د مشورتي لویې جرګې په جوړولو کې د ښاغلي بالاکرزي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو د کړنو په ستاینې سره وویل چې د جمهوري ریاست عالي مقام د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمیسیون یو شمېر غړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړي دي.
ده د وزارت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې په مثبته روحیه او له تبعیض پرته د همکارۍ او ورورولۍ په فضا کې له یو بل سره کار وکړي، تر څو وزارت د ټولنې د ټولو پاړکو لپاره د یووالي او پیوستون ممثل وي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت پخواني مرستیال د دولت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت له مشرتابه په مننې سره وویل چې په وزارت کې یې د مرستیال په توګه د کار په موده کې د سولې لپاره هېڅ ډول هڅې نه دي سپمولې؛ خو په ولسي جرګه کې د استازیتوب د شرایطو په برابرېدو سره یې مخامخ خدمت او له خلکو سره مخامخ اړیکو ته لومړیتوب ورکړی دی.
وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس بسمالله صاعد، د سولې د مشورتي لویې جرګې د جوړوونکي کمیسیون د دوولسو غړو لپاره د سردار محمد ایوب خان مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس غني فرمان ولوست.
د غونډې په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د محمد ایوب خان مډال د عبدالخالق بالاکرزي پر سینه وټومبه او د یو شمېر رئيسانو او کارکوونکو ستاینلیکونه یې ووېشل.
