د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په چارو کې ښځو او مدني ټولنې ته د پوره ونډې ورکولو ته ژمن دی

a.zia
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۴:۲۰
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري په یوه وېډیويي کنفرانس کې چې «د سولې په خبرو اترو کې د ښځو او مدني ټولنې د ځای» په اړه جوړ شوی و وویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په چارو کې ښځو او مدني ټولنې ته پوره ونډه ورکوي.

نوموړې د دې مطلب په بیان سره چې د سولې په بهیر کې د ښځو او مدني ټولنې رول اهمیت لري وویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تل هڅه کړې چې ښځې او د مدني ټولنې بنسټونه په ټولو پړاوونو کې له مذاکراتو وړاندې، د مذاکراتو په جریان کې او له مذاکراتو وروسته فعاله ونډه ولري.

نوموړې همدا راز وویل د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یو شمېر مهمو پوستونو ښځې کار کوي او یو شمېر نورې ښځې په هغو تخنیکي ټیمونو کې چې له مذاکره‌کوونکي ټیم سره همکار دي حضور لري.

مېرمن جعفري همدا راز وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت «د سولې په پالیسي جوړونه کې د ښځو واحد غږ مشورتي بورډ» او «د سولې لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو مشورتي او د همغږۍ بورډ» هم د ښځو او مدني ټولنې د بنسټونو د نظرونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو لپاره د لا ډېرې همغږۍ او انسجام په موخه جوړ کړي دي.

 په دغه ناسته کې د مدني ټولنې د بنسټونو مسؤولانو او د ښځو د حقونو فعالانو د سولې د خبرو اترو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او د سولې په بهیر کې یې د ښځو او مدني بنسټونو پر ونډې ټینګار وکړ.

د افغان ښځو شبکې رئیسې ماري اکرمي وویل اړتیا ده د سولې په بهیر کې د ښځو د سیاسي ونډې لپاره واحد، روښانه او ځواب ویونکی مېکانېزم جوړ شي تر څو ښځې د سولې په ټولو پړاوونو کې شریکې شي.

د کلید ګروپ رئيسې نجیبې ایوبي په دغه ناسته کې وویل چې ښځې او نرینه دې په ګډه متوجه وي چې یو لړ تضمینونه ترلاسه کړي ترڅو هغه څه چې هوکړه پرې کېږي پلي شي او د ښځو رول او حق رعایت شي. نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې ښځې باید په یو غږ او منسجمه توګه له خپل حق څخه دفاع وکړي او واقعیتونه هم په پام کې ونیسي.

له بلې خوا د افغانستان د روڼتیا څار سازمان اجرائیه مشر اکرام افضلي وویل تلپاتې سوله د قانون له حاکمیت پرته نه‌شي راتلی؛ له همدې امله اړتیا ده چې عدالت ټینګ شي، ځکه عدالت د سولې بنسټ جوړوي. نوموړي د عدلي او قضايي بنسټونو خپلواکۍ ساتلو ته په اشارې سره وویل چې په عمل کې باید وښودل شي دواړه لوري د ولسواکۍ ارزښتونو ته ژمن دي او مدني بنسټونه به د دغو ارزښتونه دفاع کوي.

په دغه ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، ښځو او مدني ټولنې استازو د هغو هېوادوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل چې غونډه یې په آنلاین ډول یې دغه ناسته تعقیبوله.

د «سولې په خبرو اترو کې د ښځو او مدني ټولنې ځای» آنلاین غونډه د افغانستان د ولسواکۍ او پراختیا مؤسسې په نوښت د مدني ټولنې او ښځو د لسو استازو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې په ګډون جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه