د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په پالیسیو جوړولو کې د ښځو ونډه اسانوي

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۰:۵۳
smp

د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي له یو شمېر فعالو افغان ښځو سره په لیدنه کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت، د سولې په پالیسیو جوړولو کې د ښځو ونډه اسانوي.
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو رول ادا کېدل په خپله د ښځو ملاتړ ته اړتیا لري. ده په دې ناسته کې د سولې د اړوندو وروستیو پېښو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د افغانستان ښځې باید د سولې په پالیسیو جوړولو کې ونډه ولري او د سولې په چارو کې د دولت وزارت به دغه بهیر اسانه کړي.
ښاغلي رحیمي د سولې بهیر د ښه کېدو لپاره د افغان ښځو همغږۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کلیو د پراختیایي شوراګانو له کچې نیولې د ولسوالۍ او ولایتونو تر کچې باید ټولې ښځې خپل نظرونه شریک کړي او له شک پرته به دولت د دغو غږونو ملاتړ وکړي.
بل پلو په دې ناسته کې ګډونوالو ښځو «د ښځو د مشورتي هستې» د جوړېدو د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه شریک کړل.
د کلیدګروپ رئیسې او د سولې د عالي شورا غړې نجیبې ایوبي وویل چې لومړی باید د افغانستان اوسنی وضعیت او د سولې په اړه شته څېړنې مطالعه شي او تر هغه وروسته «د ښځو د مشورتي هستې» عملي کار پیل شي. همدارنګه دې وړاندیز وکړ چې حکومت باید پر ټولنیزه سوله ډېر کار وکړي.
د جمهور رئیس سلاکارې او د سولې د عالي شورا غړې ملالۍ شینوارې د ټولو ولایتونو په تېره بیا د جګړه‌ځپلو سیمو د ښځو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو ګډون په خپله د همدوی انسجام او همغږۍ ته اړتیا لري.
د سولې د عالي شورا غړې حبیبې سرابي هم وویل چې په وروستیو کلونو کې ډېرو بنسټونو د سولې لپاره کار کړی نو ښه ده چې دا بنسټونه تر یوه چتر لاندې راټول شي او په ګډه کار وکړي. دې وړاندیز وکړ چې د ښځو مشورتي هسته باید په منظم ډول ناستې وکړي.
د ولسي جرګې غړې انارکلي هنریار په دې ناسته کې وویل چې د سولې بهیر باید د افغانستان د حکومت په مشرۍ پر مخ لاړ شي او ټول موافق او مخالف افغانان باید دا ومني.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ د سولې په برخه کې د ښځو لپاره د یوه ادرس د جوړولو په موخه د ښځو مشورتي هسته ډېره مهمه وبلله او ټينګار یې وکړ چې د دې هستې غړې باید ژمنې وي او د یوه او بل ملاتړ وکړي.
عبدالسلام رحیمي د دې ناستې د ګډونوالو تر نظرونو او وړاندیزونو اورېدو وروسته وویل چې د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې یو سکرتریت جوړېږي تر څو د ښځو مشورتي هسته له دغه سکرتریت سره په همغږۍ خپل عملي کارونه وکړي. ده وویل چې د دې هستې غړې باید د ټولو ولایتونو د ښځو استازې راشریکې کړي چې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه هم پکې شامل وي.
همدارنګه ښاغلي رحیمي ټینګار وکړ چې دا هسته باید د سولې په برخه کې د ټولو فعالو بنسټونو غړي هم ور شریک کړي او د غړو شتون او یووالی به یې د پیاوړتیا لامل شي.
ښاغلي رحیمي ژمنه وکړه چې د ښځو واحد غږ به واورېدل شي؛ خو د مشورتي هستې له غړو یې ژمنه واخیسته چې دا هسته باید سیاسي نه‌شي او په صادقانه ډول د افغان ښځو په استازیتوب د سولې لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه