د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د شهیدانو او معلولینو حقونو ته په رسېدنې ټینګار لري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له دفاعي، امنیتي، ملکي بنسټونو سره د همغږۍ او زندانونو چارو رئيس ډاکتر میرویس څرګند د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزیر سره په لیدنه کې د سولې په بهیر کې د شهیدانو او معلولینو چارو ته په رسېدنې ټینګار وکړ.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي هم د سولې په مذاکراتو کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
نوموړي همدا راز وویل چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت به اړینو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره همکار کوي.
