د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د استازو مستقیم حضور ته زمینه برابروي
د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د وېډیو کنفرانس له لارې په هېواد کې د وروستیو جګړو د قربانیانو د کورنیو له غړو سره خبرې وکړې.
په دغه وېډیو کنفرانس کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د ګډونوالو د خبرو او نظرونو له اورېدو وروسته غمرازي وښوده او د دوی له خوا د وړاندې شوو نظرونو هرکلی يې وکړ.
په دغه ويډیو کنفرانس کې، د جګړې د قربانیانو راپاتې کسانو د سولې د هوکړهلیک لپاره د تصمیم ملاتړ وکړ او د دې تر څنګ یې د خپلو پوښتنو او اندېښنو د ځوابېدو او نظرونو د اورېدو لپاره غوښتنه وکړه چې باید د جګړې د قربانیانو کورنیو ته د سولې په خبرو کې فعاله ونډه ورکړل شي.
هغوی وویل چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو، قربانیانو او اقلیتونو حقونو ته درناوی وشي او ټینګار یې وګړ چې په دې برخه کې باید د شته لاستهراوړنو د ساتلو او پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.
عبدالسلام رحیمي وویل د وروستیو څلورو لسیزو جګړې او ناخوالو پای ته رسول او په هېواد کې د سولې ټینګښت د سولې په بهیر کې ګذشت، پراخ نیت او فعالې ونډې ته اړتیا لري.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې تېرې پېښې نباید په راتلونکي کې د ودې خنډ شي.
د جمهوررئیس ځانګړي استازي زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت هڅه کوي د جګړې د قربانیانو او زیانمنو د استازو د مخامخ حضور زمینه برابره کړي، چې په دې توګه به د دغه پاړکي په استازیتوب وګړي د سولې په اړوندو پرېکړو کې حضور ولري او د سولې په بهیر کې به خپل غږ لري.
ښاغلي رحیمي په پای کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په پام کې لري د هېواد په کچه د جګړې د ټولو قربانیانو او زیانمنو د کره شمېرو د ثبت په موخه یوه وېبپاڼه جوړه کړي، چې له لارې یې د جګړې د قربانیانو په اړه جامع او ټولشموله معلوماتو ته لاسرسی وموندل شي.
