د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې لپاره د هر اقدام هرکلی کوي
یو شمېر قومي مشرانو، مخورو، علماوو او ښځو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو له ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند سره په لیدنه کې د سولې د بهیر او د سولې لپاره د دغه وزارت د پالیسیو ملاتړ اعلان کړ.
دوی د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود او ټینګار یې وکړ چې له طالبانو سره د سولې په تړاو خبرو ته تیار یو.
همدارنګه دغو مشرانو له حکومت او طالبانو څخه بیړنی اوربند وغوښت. دوی د سولې په بهیر کې اوربند اغېزناک وباله.
همدارنګه دوی د خلکو او طالبانو تر منځ د سولې لپاره د مثبت ذهنیت د جوړولو لپاره پر عملي فکري مبارزه ټینګار وکړ.
ډاکتر میرویس څرګند د سولې بهیر د ملاتړ او همکارۍ د اعلانولو لپاره له دوی مننه وکړه او له دوی یې وغوښتل چې د سولې په برخه کې هره همکاري او فعالیت د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همغږۍ وکړي.
ده د سولې لپاره هڅې د ټولو افغانانو د سپېڅلې هیلې د پوره کېدو ګام وباله او ویې ویل چې دغه وزارت د سولې په برخه کې د هر اقدام هرکلی کوي.
ښاغلي څرګند د قومونو تر منځ پر یووالي ټينګار وکړ او ویې ویل چې ټول افغانان باید تېرې تېروتنې هېرې کړي او په یو بل منلو او یووالي سره د سولې لپاره کار وکړي.
