د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۷:۱۶
SMP

د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر عبدالسلام رحیمي په مشرۍ او د وزارت د غړو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د همغږۍ د سترې کمېټې د جوړولو په برخه کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د احکامو او همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لارې د سولې د ټولو اړوندو چارو د مخته تګ په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي رحیمي وویل چې د هېواد د تاریخ په یوه مهمه مقطع کې یو او د افغانستان د خلکو هیله یعنې د سولې ټينګښت د دغه وزارت په کړنو پورې تړلې ده.

ده ټینګار وکړ چې سوله د ټولو خلکو له ګډون پرته نه راځي او د وزارت پالیسۍ د خلکو له غوښتنو سره سمې جوړېږي چې د بېلابېلو دولتي ادارو په ډله‌ييز کار سره به عملي شي.

ده زیاته کړه چې د جمهوري ریاست مقام د حکم په صادرولو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د سولې د چارو د همغږۍ د سترې کمېټې د دارالانشا مسوولیت ورکړی او دا کمېټه باید د سولې د بهیر د بېلابېلو اړخونو په اړه پرېکړې همغږې کړي.

د سولې د چارو د همغږۍ ستره کمېته د سولې په چارو کې د دولت د وزیر او څوارلسو دولتي ادارو په غړیتوب جوړه شوې ده او د خپلو کړنو د پایلو په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته راپور ورکوي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د جمهور رئیس د یوه بل حکم له مخې حکومت د سولې اړوندې ټولې چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په وسیله او همغږۍ تنظیموي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه