د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو سره وکتل

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۹:۵۶
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل چې د سولې بهیر حساس او ارزښتناک دی او د سولې د چارو مخته وړلو لپاره په دغه وزارت کې د ښځو حضور او په دغه حساس پړاو کې سولې ته د رسېدو او د ارزښتونو د ساتلو لپاره د دوی کار او هڅې با اهمیته او د مننې وړ دي.

دې په دغه وزارت کې د ښځو حضور د سولې بهیر ته د ښځو ژمنتیا یاده کړه. ډاکتر عالمې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځینه کارکوونکو پر وړتيا لوړولو په ټینګار سره وویل چې ټاکل شوې ده په اړتیا وړ برخو کې د کارکوونکو د وړتیا لوړولو لپاره پروګرامونه جوړ شي.

د وزارت ښځینه کارکوونکو هم په دغه ناسته کې خپلې ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

په تخنیکي برخو په ځانګړې توګه د سولې او شخړو د حل په برخو کې د وړتیا لوړول، د کاري آسانتیاوو ښه کول او په مدیریتي بستونو کې د ښځو ګومارل هغه موارد وو چې د ګډونوالو له‌خوا وړاندیز شول.

د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې د نظرونو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې په دغه وزارت کې د ښځینه کارکوونکو د ستونزو د حل په برخه کې به کار کوي.

له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس بسم‌الله ساعد د یو شمېر هغو مواردو په اړه چې په دغه ناسته کې اشاره ورته وشوه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د ښځو پر ستونزو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو د معینیت د ژمنو بیاځلي یادونه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه