د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیاله معرفي شوه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مقام، دولتي چارواکو، د دغه وزارت د جګپوړو مسؤولانو او د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونو د استازو په حضور کې ډاکتر عالمه په مافوق رتبه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د مرستیالې په توګه معرفي شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په دغه پروګرام کې د ډاکتر عالمې مخکېنۍ کاري مخینې، تجربو او لاستهراوړنو ته په اشارې سره د بشري حقونو او مدني ټولنې په چارو کې د مرستیالې په توګه ټاکل کېدل د دغه وزارت لپاره د ویاړ ځای وباله.
نوموړي لوړه کاري روحیه او ارزښتناکه همکاري د سولې په چارو کې د دولت وزارت کاري اساسات یاد کړل.
همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکتر عالمې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه او مقام له باور د مننې ترڅنګ وویل چې دغې مرستیالۍ ته سپارل شوې دندې به په پوره رښتینولۍ او وطندوستۍ پر مخ وړي.
نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې باید سوله د قربانیو پر مټ اخیستل شوي عدالت سره یو ځای وي او پکې د وګړو په ځانګړې توګه ښځو مدني او سیاسي حقونه خوندي شي. ډاکتر عالمې زیاته کړه چې دا به په یو مهم بحث د سولې پر بدلولو چې بشري حقونه یې یوه ستره برخه ده کار وکړي.
په پای کې د پروګرام حاضرینو او مېلمنو د بشري حقونو او مدني ټولنې په چارو کې مرستیاله ډاکتر عالمه خپل کاري دفتر ته معرفي کړه او په ورسپارل شوې دنده کې یې د دې د بریا دعا وکړه.
