د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې د یوناما له مرستیالې سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د یوناما له مرستیالې میتي کنونسن او د دغې ادارې له متخصصې سوفي برونیمن سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې پر بهیر او د ترکیې ناستې پر چمتووالي بحث وشو.
ډاکتر عالمې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړېدو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې دغه وزارت تر جوړېدو را وروسته له بېلابېلو پاړکو سره ناستې کړې او د سولې بهیر په اړه یې د دغو پاړکو نظرونه راټول کړي دي.
آغلې ډاکتر عالمې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې، د سولې په برخه کې د سیاسي ګوندونو د تماس ډلې، د مدني ټولنې د همغږۍ او مشورې بورډ او د نورو هغو ډلو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې چې د سولې په برخه کې د فعالیتونو او پاړکو ته د ونډې ورکولو لپاره جوړې شوې دي.
ډاکتر عالمې د ترکیې ناستې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دې ناسته کې به د ښځو او ټولو پاړکو حضور ته پام وشي.
دې د یوناما پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې یوناما د سولې په بهیر کې د بېلابېلو پاړکو په تېره د ښځو په شاملولو کې ګټور رول لوبولی شي.
د یوناما مرستیالې میتي کنونسن هم وویل چې یوناما په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دريځ ملاتړ کوي.
دې ټینګار وکړ چې دا ناسته باید ټولشموله وي او ټول پاړکي باید په دې ناسته او د سولې په بهیر کې ونډه ولري.
