د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې د جرمني له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د جرمني له سفیر اکسل سایډلر سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې بهیر پر اړوندو مسایلو او په دغه بهیر کې د ښځو پر معنادار شمولیت بحث وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د سولې په بهیر کې د ښځو پر حضور ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو له حضور پرته به سوله رانهشي.
د جرمني سفیر اکسل سایډلر هم د ډاکتر عالمې خبرې تاييد کړې او د سولې په بهیر کې یې د ښځو او زیانمنو پاړکو د حضور پر اهمیت ټینګار وکړ. ده زیاته کړه چې د جرمني دولت په دغه بهیر کې د ښځو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوي.
