د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې د افغان ښځو شبکې له یو شمېر عدالت‌غوښتونکو ځوانانو او ښځو سره وکتل

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۰:۴۰
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د افغان ښځو شبکې له یو شمېر هغو ځوانانو او ښځو سره وکتل چې د سولې لپاره عدالت‌غوښتنه کوي.

په دې لیدنه کې د سولې لپاره عدالت‌غوښتونکو ځوانانو او ښځو د افغانستان د سولې مذاکراتو د پيلېدو هرکلی وکړ او دا یې باعزته او ټول‌شموله سولې ته د رسېدو ګام وباله. همدارنګه دوی د سولې په بهیر کې د ځوانانو د پراخې ونډې غوښتنه وکړه.

د دایمي اوربند اعلان، د اساسي قانون او جمهوریت ساتنه، د سولې په بهیر کې د ځوانانو بامعنا حضور، له شخړو او تاوتریخوالي څخه د اغېزمنو ځوانانو لپاره روان‌درملیز خدمتونه وړاندې کول او په ټولنیزو، سیاسي، پوځي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې پر ځوان نسل پانګونه نور هغه موارد دي چې د سولې لپاره د عدالت‌غوښتونکو ځوانانو ډلې وړاندې کړل.

همدارنګه دوی د سولې په چارو کې د دولت له وزارت څخه د سولې په برخه کې د فعالو ځوانانو او ښځو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د افغان ښځو شبکې (AWN) له عدالت‌غوښتونکو ځوانانو او ښځو مننه وکړه او ویې ویل، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تل کار او هڅه کړې چې د ټولنې ټول پاړکي په تېره بیا ښځې او ځوانان د سولې په بهیر کې فعاله ونډه ولري، تر څو ځوانان او ښځې ځانونه د سولې په بهیر کې ښکېل وګڼي.

ډاکتر عالمې همداراز وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د جمهوري اسلامي نظام په استازیتوب په قطر کې دی او د ټولنې د ټولو پاړکو خبرې او غوښتنې به د مذاکرې مېز ته ورسوي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې همداراز وویل چې خپل پروګرامونه به له ځوانانو او ښځو سره په همغږۍ تنظیم کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه