د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې آغلې ډاګټر عالمه د ترکيې هېواد له سفير اغوزخان ارطغرول سره وکتل

a.zia
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۵۷
Smp

په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې په روان بهير او د تورکيې هېواد په همکارۍ خبرې وکړې.
ښاغلي ارطغرول په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د خپل هېواد همکارۍ ته په اشارې سره وويل تلپاتې سولې او ثبات راوستو کې د افغانستان له خلکو سره مرسته د ترکيې هېواد اخلاقي مسؤليت دی.
هغه وويل د اوسني وضعيت له ارزونې وروسته به د استانبول کنفرانس د دايرولو لپاره نوی نيټه وټاکل شي او ترکيې هېواد به ددغې غونډې کوربه وي.
هغه زياته کړه, چې د استانبول ناسته د دوحې د خبرو دوام دی, چې هدف يې د سولې روانې پروسې ګړندي کول او پياوړي کول دي.
د ترکيې سفير هيله څرګنده کړه چې دواړه خواوې به په دغه ناسته کې يوې حداکثرې موافقې ته ورسېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې آغلې ډاګټر عالمه وويل بې له شکه ټول خلک سوله غواړي; خو افغانستان د خلکو اراده تلپاتې او ټول منلې سوله ده. 
هغې د ټاکنو له لارې د واک لېږد مهم وباله او هغې وويل د تېرو اوو مياشتو راهېسې يې د خلکو, د جګړې له قربانيانو,د مدني ټولنو له غړو, ژورنالېستانو, د ښځو د حقونو له فعالانو او د ټولنې له بېلابيلو برخو سره خبرې کړي او ورته روښانه شوې چې د  افغانستان خلک نه غواړي خپلې شل کلنې لاسته راوړنې د پامه وغورځوي او شاته تګ وکړي.
ډاکټر عالمه وويل چې د افغانستان خلک په ځانګړي توګه ښځې, د جګړې قربانيان او خبريالان بايد د سولې په روانه پروسه او خبرو کې شامل وي او ښځو په د تېرو شلو کلنو کې په سياست او ټولنه کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سولې په خبرو کې بايد د دوې پر رول ټينګار وشي; کوم څه چې د نړيوالې ټولنې لپاره هم د ارزښت وړ دي.
ښاغلي ارطغرول بيا په افغانستان کې دده د کاري ماموريت پرمهال د افغانانو له ميلمه پالنې او همکارۍ څخه ځانګړې مننه وکړه او د افغانستان سره يې د خپل هېواد د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې آغلی عالمې ترکيه د افغانستان دوست هيواد ياد کړ او د دوې د مرستې څخه چې له هېواد سره يې په مختلفو برخو کې کړې ده; مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه