د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اندونیزیا له سفیر سره وکتل
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو په موخه له نړیوالو شریکانو سره د مشورتي ناستو په دوام په کابل کې د اندونیزیا له سفیر عارف رحمان سره وکتل.
د اندونیزیا سفیر وویل چې اندونیزیا د افغانستان د سولې له بهیر سره د همکاریو دوام ته چمتو ده. همدارنګه ده د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ او په هېواد کې یې د سولې ټينګښت ته هیله وښوده.
