د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د ټولو قومونو د مشورو او لیدلورو راټولولو ته ژمن دی
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د خوست، غزني، بغلان او بدخشان ولایتونو له مشرانو او مخورو سره په لیدنه کې سوله د افغانستان د ټولو وګړو لپاره برخهلیک ټاکونکې پروسه وبلله او ویې ویل چې باید د سولې او راتلونکي په اړه تصمیم په تدبیر او احتیاط سره ونیول شي.
ښاغلي بالاکرزي د قومونو یووالی د سولې راتلو لپاره مهم وباله او ویې ویل، لکه څرنګه چې قومي مشران او مخور په خپلو سیمو کې نفوذ او د خلکو ملاتړ لري، له دې امله باید د جګړې له ښکېلو لوریو وغواړي چې په هېواد کې د سولې لپاره هڅې وکړي.
ښاغلي بالاکرزي د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی تر څو له سراسر افغانستان څخه د ټولو قومونو لیدلوري راټول کړي او له ټولو سره مشوره وکړي.
قومي مشرانو او مخورو د سولې بهیر ملاتړ اعلان کړ او له بېلابېلو پاړکو سره یې د مشورې له امله د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه. همدارنګه له دغه وزارته یې وغوښتل چې باید له خلکو په تېره له قومي مشرانو سره ډېرې ناستې او لیدنې وشي.
دوی د قومونو تر منځ پر یووالي او انسجام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې د ټینګښت لپاره اړتیا ده ټول افغانان لاس په لاس شي او د سولې لپاره کار وکړي.
