د سولې په چارو کې د دولت وزارت دویمي واحدونه به د زونونو په کچه فعال شي

a.zia
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۸:۴۹
smp

 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د وزارت مرستیالانو، سلاکارانو او د زونونو تازه ګومارل شوو رئیسانو په خپله کاري ناسته کې د زونونو په کچه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دویمي واحدونو پر فعالولو بحث وکړ.

په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر د اته‌ګونو زونونو په کچه د وزارت د فعالیتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې لپاره چې خلک په بهیر کې شامل شي، وزارت به خپل فعالیتونه د ۳۴ ولایتونو کچې ته پراخ کړي.
سید سعادت منصور نادري وویل چې سراسري او تل‌پاتې سوله به د خلکو له رښتیني شمولیت پرته رانه‌شي، له دې امله د زونونو د ریاستونو فعالیت ځانګړی اهمیت لري.
ښاغلي نادري زیاته کړه چې د وزارت دویمي واحدونه به په ټولو ولایتونو کې فعال شي، تر څو د سولې په بهیر کې د ونډې لپاره ټولو خلکو ته د لاس‌رسي زمینه برابره شي.
په دې ناسته کې پر دې بحث وشو چې د اته‌ګونو زونونو په مرکزونو کې د زونونو د ریاستونو دفترونه څرنګه فعال شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه