د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د مدني ټولنې د بنسټونو په همکارۍ د سولې بهیر پر مخ یوسي

a.zia
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۲ - ۴:۳۳
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د ټولنې د هم‌فکرو ښځو د بنسټ له رئیسې او غړو سره وکتل.
د ټولنې د هم‌فکرو ښځو د بنسټ رئیسې زهرې ایوبي د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته د دغه بنسټ وړاندیزونه وړاندې کړل او ویې چې ښځې باید سولې په بهیر کې ونډه ولري.
د دغه بنسټ مرستیالې سیما عسکرزاده هم وویل، لکه څرنګه چې د جګړې ډېرې قربانیانې ښځې دي، دغه بنسټ هم پرېکړه کړې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ سولې ته کار وکړي.
بل پلو د ټولنې د هم‌فکرو ښځو د بنسټ د سولې د کمېټې مسوولې مژګان حسیني د دې کمېټې طرحې شریکې کړې او ویې ویل چې د خپلو طرحو د پلي کولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت همکارۍ ته اړتیا لرو.
لیلا جعفري د دغه بنسټ له رئیسې او غړو څخه په مننې سره وویل چې د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام ریاست به د مدني ټولنې له بنسټونو سره په همکارۍ د سولې په چارو کې د دولت له وزات سره د دغو بنسټونو د ګډ کار د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
دې د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او مقام اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د حکومت د پالیسۍ له مخې به د سولې په بهیر کې د ښځو مقام وساتل شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې له دغه بنسټه وغوښتل چې د سولې لپاره د خپلو پروګرامونو د طرحه کولو او پلي کولو په برخه کې دې یوازې د کابل او لویو ښارونو ښځې په پام کې نه نیسي، بلکې خپل پروګرامونه دې په نورو ولایتونو کې هم عملي کړي او د ټول هېواد د ښځو غږ دې پیاوړی او منسجم کړي.
همدارنګه آغلې جفعري د مدني ټولنې د بنسټونو پر انسجام او یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې د پروګرامونو د ګټورتیا لپاره د مدني ټولنې د بنسټونو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت تر منځ اوږدمهالو، دوامدارو، دوه‌اړخیزو او همغږو اړیکو جوړولو ته اړتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه