د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د اروپا د سولې انستېتیوت د همکارۍ ژمنه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو د اروپا د سولې انستېتیوت له مسوولانو سره په یوه ناسته کې، د سولې له وزارت سره د دغه بنسټ په تخنیکي ملاتړ او د تجربو او علمي شتو په شریکولو خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار شعیب رحیم، د بهرنیو اړیکو رئیس سعید مددي او د دغه وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري د وزارت په مقر کې د اروپا د سولې انستېتیوت (EIP) له ستر سلاکار پاتریک دي وریس سره وکتل.
ښاغلي شعیب رحیم د اروپا د سولې انستېتیوت د سولې په برخه کې یو معتبر نړیوال بنسټ وباله او ویې ویل په نورو هېوادونو کې د سولې ټینګولو په برخه کې د دغه بنسټ تجربې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره ګټورې وي.
ښاغلي پاتریک دي وریس د افغانستان د سولې موضوع د نړۍ لپاره مهمه یاده کړه او د اداري پراختیا او تجربو د شریکولو په برخه کې یې د هر ډول همکاریو لپاره د دغه بنسټ چمتووالی وښود.
