د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر په کابل کې د ناورې سفارت له شارژدافیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني په کابل کې د ناروې له شارژدافیر کارل سالیکس سره وکتل.
په دې لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بدلونونو وغږېد. ده په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو پر ډېرېدو کلکه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې مذاکرات روان دي، د تاوتریخوالي دا کچه د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده.
همدا راز عبدالله خنجاني د افغانستان د راتلونکي لپاره د ناروې په ګډون د نړیوالې ټولنې د ژمنو مننه وکړه او د روڼتیا او ګډ حساب ورکولو په برخه کې یې د افغانانو د متقابلې ژمنتیا یادونه وکړه.
په کابل کې د ناروې شارژدافیر وویل چې ناروې د افغانستان د سولې مذاکراتو ملاتړې ده او وروستۍ هدفي وژنې یې وغندلې. ده په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره د دواړو هېوادونو پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
همدا راز نوموړي د افغانستان لپاره د جنیوا د 2020 کال په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې ژمنې یادې کړې او ویې ویل چې دغه هېواد د افغانستان له خلکو سره د همکاریو دوام ته ژمن دی.
