د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د یوناما له مرستیال سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني د یوناما له مرستیال سټیو بروکېنګ سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړه لوري د افغانستان د سولې مذاکراتو پر دویم پړاو وغږېدل. دوی په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو په پرمختګ کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) پر رول ټینګار وکړ.
همدا راز د افغانستان له خلکو سره د دغې ادارې د همکاریو یادونه وشوه او د افغانستان د سولې بهیر پر اړوندو پراختیايي پروګرامونو بحث وشو.
