د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د چک جمهوریت له سفیر سره وکتل

a.zia
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۰:۴۳
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني په کابل کې د چک جمهوریت له سفیر ښاغلي ایرژي بالون سره وکتل.
په دې لیدنه کې د چک جمهوریت سفیر په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د دغه هېواد پر همکاریو خبرې وکړې او ویې ویل چې چک جمهوریت د باثباته او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه چې چک جمهوریت د افغانستان د سولې بهیر او مذاکراتو د بریالیتوب هیله لري او خپل دیپلوماتیک ملاتړ ته دوام ورکوي.
د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د ښوونې او بیارغونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د چک جمهوریت د وروستیو دوو لسیزو همکارۍ یادې کړې او مننه یې وکړه.
عبدالله خنجاني وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره په دوحه کې دی او د افغانستان د دولت او خلکو پوره ملاتړ ورسره دی.
ده زیاته کړه چې روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو د افغانستان خلک اندېښمن کړي، له دې امله د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکي پلاوي جګړه درېدل او اوربند د مذاکراتو لپاره د خپلې اجنډا لومړیتوب ټاکلی.
ښاغلي خنجاني وویل، د مذاکراتو د بهیر په مخته تګ کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ځانګړی اهمیت لري او د افغانستان خلک د نړیوالو شریکانو د ملاتړ دوام غواړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه د ولسمشر غني د وینا پر بنسټ ترسره شوه

په کابل پوهنتون کې د سولې جوړونې او عامه پوهاوي برنامه، چې د ولسمشر غني د وينا پر بنسټ جوړه شوې وه،د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت او د ښې حکومتدارۍ مطالعاتو انسټیټیوټ په همکارۍ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

د سولې مطالعاتو لپاره د اکاډميکو نهادونو کمیټې لومړنۍ ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې د  برنامو او پاليسيو عمومي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۹:۲۵
Background image

د سولې جوړونې او د شخړو د حل روزنېزې برنامې پنځم پړاو پیل شو

د سولې او شخړو د حل روزنيزې برنامې پنځم پړاو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا د پلازمېنې او ولایتونو د برخه والو په ګډون پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې. . .

خبرونه