د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د فنلنډ له سفیر سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني په کابل کې د فنلنډ له سفیر پیکا کوسونن او د هغه له مرستیال نیلي میکلولا سره وکتل.
په دې لیدنه کې عبدالله خنجاني د افغانستان لپاره د جنیوا 2020 کال کنفرانس په جوړېدو کې د فنلنډ د همکارۍ مننه وکړه او د دغه کنفرانس بریالیتوب یې د افغانستان خلکو ته لویه لاستهراوړنه وبلله.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست په دوحه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو د جریان پر څرنګوالي خبرې وکړې او د سولې په بهیر کې یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رولونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ده زیاته کړه چې دغه وزارت پر روڼتیا او متقابل حساب ورکولو ټینګار کوي.
همدا راز عبدالله خنجاني د تاوتریخوالي او هدفي وژنو د نه منل کېدونکې کچې په اړوند د افغانستان د خلکو اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د سولې له مذاکراتو سره هممهاله دولت د دغه تاوتریخوالي پر درېدو ټینګار کوي.
په کابل کې د فنلنډ سفیر پیکا کوسونن وویل، د کوویډ19 وبا د خپرېدو په شرایطو کې د جنیوا کنفرانس جوړېدل ښيي چې نړیواله ټولنه د افغانستان ملاتړ کوي.
همدا راز ده وویل، نړیواله ټولنه په تېره بیا فنلنډ غواړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړه ودرېږي او د سولې د روان بهیر ملاتړ کوي.
