د سولې په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د اروپا د سولې انستېتيوت له اجرایوي رئیس سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست او د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ د چارو مرستیال عبدالله خنجاني د اروپا د سولې انستېتیوت له اجرایوي رئیس مایکل کیټنګ، د دغې ادارې له ستر سلاکار پاتریک ډي وریس او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې په بهیر کې د دواړو بنسټونو تر منځ پر همکاریو خبرې وکړې او د دغو همکاریو د ډېرولو پر فرصتونو یې بحث وکړ.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرست د افغانستان د سولې په بهیر کې پر ښکېلو جوړښتونو خبرې وکړې او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د رول په اړه یې وویل چې دغه وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي ته د تخنیکي او محتوايي ملاتړ د ورکولو تر څنګ د ملي مصالحې د عالي شورا او مذاکرهکوونکي پلاوي سکرتریت هم پر غاړه لري.
ده زیاته کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د بېلابېلو پاړکو ونډې ته زمینه برابره کړې ده او د مذاکراتو تر مېزه د خلکو غږ لېږدوي. ده د خبرو په دوام وویل چې دغه وزارت په افغانستان کې د سولې په جوړونه او سولهپالنه کې محوري رول لري.
ښاغلي خنجاني د افغانستان د سولې پر بهیر د کورنیو او سیمهييزو اغېزلرونکو عواملو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د وزارت ډېر رول ته په کتو له هغو نړیوالو بنسټونو سره همکارۍ پراخول چې د سولې په برخه کې ښې وړتیاوې لري، د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو لومړیتوب دی.
په دې لیدنه کې د اروپا د سولې انستېتیوت اجرايوي رئیس مایکل کيټنګ وویل، دغه بنسټ په کلکه غواړي چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په بېلابېلو کچو کې خپل تخنیکي ملاتړ پراخ کړي.
ده وویل چې د اروپا د سولې انستېتیوت د همکاریو پراخولو ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې د سولې بهیر نړیوالې مشورې، پوهې او تجربې ته اړتیا لري او دغه بنسټ به په لازمو زدهکړو کې همکارۍ وکړي.
