د سولې په چارو کې دولت وزير د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

a.zia
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۵:۴۳
smp

د سولې په چارو کې دولت وزير سید سعادت منصور نادري په کابل کې د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسون سره د سولې پروسې او وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دغې کتنې په جریان کې وویل، چې اروپایي ټولنه او غړي یې د افغانستان اسلامی جمهوریت له اصلي ملاتړ کونکو څخه دي او افغانان د دوی له اصولي دریځ او ملاتړ څخه مننه کوي.
ښاغلي نادري زیاته کړه، چې اروپايي ټولنه په سیمه کې مهم رول لوبولی شي.
هغه د افغانستان سولې مذاکراتو په اړه وویل، چې خلک له طالبانو څخه په دې برخه کې لا ډیر جديتوب او ژمنتیا غواړي.
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله ژمنې یادونه وکړه
هغه وویل، چې په سیمه ایزه کچه لاهم مؤثرې همکارۍ ته اړتیا ده.
ښاغلي نیکلاسون د اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې خبرو ته غاړه کیښودل باید د هغې  پرمختګ لامل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۷ - ۷:۹
Background image

د افغانستان ګڼو قومي مشرانو، پوهنتون استادانو او صنعت کارانو په يوه لويه غونډه کې د ا.ا.ا خپل بشپړ ملاتړ او بيعت اعلان کړ.

دغه غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې د سولې او امن کاروان د عامه نظم مسؤل او جهادي شخصيت قومندان ارسلا خان خروټي ټولو راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ا.ا.ا په. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۴ - ۷:۰
Background image

د هېواد تجارانو، د بېلابېلو ولايتونو قومي مشرانو او ځوانانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ!


د افغانستان اسلام امارت د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني, د امن کاروان د عامه نظم مسؤل قومندان حاجي ارسلاخان خروټي، جهادي او علمي شخصيتونو قاري محمود شاه, مفتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۴ - ۶:۵۴
Background image

د امن کاروان مشر د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت له قومندانانو سره وکتل!

 

د ا.ا.ا د امن کاروان مشر او جهادي شخصيت الحاج خليل الرحمن حقاني او ددی کاروان رهبرۍ شورا غړو د اسلامي حزب او اسلامي جمعيت له قومندانانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په سترې. . .

خبرونه